رحماني: هرکال دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جېبونو ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100726-رحماني_هرکال_دوه_نیم_میلیارده_ډالر_شخصي_جېبونو_ته_ورځي
میر رحمن رحماني زیاتوي، چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • رحماني: هرکال دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جېبونو ته ورځي

میر رحمن رحماني زیاتوي، چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.

د افغانستان د  ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتي برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه.

رحماني وویل، هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږي او شخصي جیبونو ته ځي.

دغه راز د ولسي جرګې ګڼو نور غړو هم د دې غوښتنه وکړه چې د مالیې وزارت سرپرست دې ژر تر ژره د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

دوی وایي د مالي سرپرست وزیر دې شته فساد په اړه وضاحت ورکړي.

میر رحمن رحماني زیاتوي، چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ بیا ویلي وو،چې فساد د افغانستان په ګمرکاتو کې په پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې لاس لري.