رحماني: هرکال دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جېبونو ته ورځي
میر رحمن رحماني زیاتوي، چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.
د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتي برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه.
رحماني وویل، هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږي او شخصي جیبونو ته ځي.
دغه راز د ولسي جرګې ګڼو نور غړو هم د دې غوښتنه وکړه چې د مالیې وزارت سرپرست دې ژر تر ژره د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
دوی وایي د مالي سرپرست وزیر دې شته فساد په اړه وضاحت ورکړي.
میر رحمن رحماني زیاتوي، چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ بیا ویلي وو،چې فساد د افغانستان په ګمرکاتو کې په پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې لاس لري.