په لغمان او غزني کې ۲۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي
د عملیاتو پرمهال د مرکز مهترلام ښار پاټک، ابوزيي او قلعه ټک سیمې،د الینګار ولسوالۍ شیخ صاحب اوهمدارنګه د الیشېنګ ولسوالۍ دوملام سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.
زمونږخبریال له غزنی راپور راکړ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په نننۍ خپرې شوي خبر پاڼې کې وئيلي دي ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د چڼیزو عملیاتو کې ۱۹ وسله والو مخالفین وژل شوي او یوشمیر نور ټپي شوی دی.
خبر پاڼه وایي د یادو عملیاتو پر مهال د مرکز مهترلام ښار پاټک، ابوزيي او قلعه ټک سیمې ،د الینګار ولسوالۍ شیخ صاحب او همدارنګه د الیشېنګ ولسوالۍ دوملام سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.
همدارازد افغانستان په ځينو ونورو سیمو کې هم تاؤتریخوالی زیات شوی دی په دې او دځينونورو موردونو په باب له غزني زمونږ خبریال داسې راپور راکوي .