ننګرهار کښې د انسان تښتونکو یوه پنځه کسیزه ډله ونیوې شوه
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کښې پنځه تنه انسان تښتونکي نیولي دي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي، د دې ولایت د ملي امنیت ادارې کارکوونکو د انسان تښتونکو یوه پنځه کسیزه ډله د دې ولایت په بېلابېلو سیموکښې نیولې ده.
نوموړي وویل دغو کسانو خواوشاه یوه نیمه میاشت وړاندې یو څلور کلن ماشوم تښتولی او بیا یی د دوه لکه پاکستاني روپیو په بدل کې بیرته خوشې کړی و.
د والي ویاند وویل نیول شوي کسان نظرګل، نجیب الرحمن، عطا الرحمن، رغزي ګل او اکرام نومیږی چې د شینوارو، لالپورې او مومنددرې ولسوالیو او جلال اباد ښار کې نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی. د والي ویاند وویل نیول شوي کسان د نورو پوښتنو ګرویګنو او وروستیو کړنو په موخه د تفتیش لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.