د افغانستان د شیعه علماؤ شورا په حکومت نیوکه وکړه
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د امنیت په تامینولو کښې د حکومت په ناکامۍ باندې په نیوکې سره د دغې موضوع په جدي اخیستنې او په اړه یې د یوې اغیزناکې طرحې په برابرولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د شیعه علماؤ د شورا ویاند محمد فیاض ارزګاني د کابل د شیعه میشتې سیمې په سید الشهدا نومې د انجونې په لیسې باندې د حملې په غبرګون کښې وویل چې د افغانستان شیعیان او هزاره قام د ترهګرو ځانګړي اهداف دي او حکومت دې د هغوي د امنیت د تامینولو لپاره اقدام وکړي.
د دغې شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې ټینګار شوی چې په دې وروستیو کلونو کښې د افغانستان د شیعه او هزاره ټولنې د نسل وژنې په موخه ډیرې حملې شوې دي او حکومت د هغو په مخنیوي کښې ماتې خوړلې ده.