په افغانستان کښې د امريکې د شل کلني شتون نتائج وڅېړل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100888-په_افغانستان_کښې_د_امريکې_د_شل_کلني_شتون_نتائج_وڅېړل_شول
له افغانستانه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو له وتلو سره په يو وخت د افغانستان په دننه او بهر کښې يو شمېر ديني علماو، پوهنتونيانو او سياستوالانو په کابل کښې په يوه غونډه کښې په دغه هېواد کښې د امريکې د شل کلني شتون نتائج وڅېړل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 28, 2021 11:55 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امريکې د شل کلني شتون نتائج وڅېړل شول

له افغانستانه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو له وتلو سره په يو وخت د افغانستان په دننه او بهر کښې يو شمېر ديني علماو، پوهنتونيانو او سياستوالانو په کابل کښې په يوه غونډه کښې په دغه هېواد کښې د امريکې د شل کلني شتون نتائج وڅېړل شول.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه غونډه کښې ګډون کونکو د نړۍ خوړونکې امريکې پراختيا غوښتنه په افغانستان او سيمه کښې د دغه هېواد د شتون وجه وبلل او وې ويل: د افغانستان په ټولو سيمو کښې د نښتو او د ترهه ګريزو حملو پراختيا د  دغه شتون له نتائجو څخه دي.

د غونډې ګډون کونکو تاکيد وکړ، امريکه په افغانستان  باندې د امنيت او صلحې د ټينګولو په بهانه حمله وکړه خو په دغه هېواد کښې جنګ، جګړې او د نشه ايزو موادو توليد او قاچاق لا  زيات شول.

د افغانستان د حزب کنګره ملي مشرعبدالطيف پدرام په دغه غونډه کښې وويل: امريکې حتی د بشري حقوقو له ادارو او تنظيمونو هم د خپلو ګټو لپاره استفاده کړې ده.

د غونډې ګډون کونکو همدارنګ له افغانستانه د وتلو لپاره د امريکې اوسنے پروګرام مشکوک وبلۀ د افغانستان لپاره د يوې نوې دسيسې د شروع کېدو پېلامه وبلله.