د افغانستان د شيعه مسلمانانو د نسل کشۍ د مخنيوي غوښتنه
د کابل د سيدالشهداء مکتب د شهيدانو يو شمېر کورنيو يو ځل بيا د افغانستان د شيعه مسلمانانو له نسل وژنې څخه د مخنيوي غوښتنه وکړه.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د کابل د سيد الشهداء مکتب د شهيدانو کورنيو د دغو شهيدانو د ياد نمانځنې په موقع په يوې بيانيې کښې وويل: چې که افغان حکومت د دوي غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو دوي به نړيوالو محکمو ته مراجعه وکړي.
د شهيدانو کورنيو همدارنګ په سيدالشهداء مکتب حمله په انسانيت،اګاهۍ، پوهې او معرفت باندې حمله او د نسل وژنې يو څرګنده نمونه وبلله او تاکيد يې وکړ چې افغان حکومت، امنيتي ادارو او چارواکو ا نړيوالې ټولنې د دغې پېښې په اړه څه خاص ردعمل ونه ښودۀ او د افغان حکومت هم د کابل د لويديځ د خلقو د امنيت لپاره څه تاثير کونکے ګام نه دے پورته کړے.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ له افغان حکومته غوښتل شوي دي چېد کابل د لويديځ د خلقو او د زدکړې او کلتوري مرکزونو د امنيت ټينګولو لپاره مناسب اقدامات وکړي.
د يادونې ده چې د تېرې هفتې د خالي په ورځ د کابل په سيدالشهداء نومې د جينکو په مدرسه د ترهه ګريزې حملې په نتيجه کښې نوي تنه شهيدان او له دوه نيمو سوو زيات هم ژوبل شول.