په  پکتیکا کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100926-په_پکتیکا_کې_د_زعفرانو_لس_ننداریزې_کروندې_جوړېږي
د پکتیکا د کرهڼې ریاست هڅې کوي څو په دغه ولایت کې د نور ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکېله هم پراخه کړي، چې په پار یې کروندګرو ته هر اړخیزې روزنې ورکړل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • په  پکتیکا کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي

د پکتیکا د کرهڼې ریاست هڅې کوي څو په دغه ولایت کې د نور ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکېله هم پراخه کړي، چې په پار یې کروندګرو ته هر اړخیزې روزنې ورکړل شوي دي .

زمونږ خبریال له غزني راپور راکړ  د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ وزارت په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په پکتیکا ولایت  کې د زعفرانو د کر او تولید د لا پراختیا په موخې سره  ټاکل شوې چې سږکال  د دغه  ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۱۰ ننداریزې کروندې جوړې شي.

د دغه  وزارت ویندوي  اکبر رستمي نن  په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ، د زعفرانو د کښت، ګل ټولونې، اقتصادي ارزښت او پراختیا په هدف دا لس ننداریزې کروندې به په مرکز ښرنې، سروبي، جانیخېل، یوسف خېل او خیرکوټ ولسوالیو کې جوړې شي.

د پکتیکا د کرهڼې ریاست هڅې کوي څو په دغه ولایت کې د نور ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکېله هم پراخه کړي، چې په پار یې کروندګرو ته هر اړخیزې روزنې ورکړل شوي دي .