پاکستان به د افغانستان دملی امنیت له سلاکارسره رسمي تماس ونه نیسي
د پاکستان خارجه وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار دغه څرګندونې غیر مسئولانه او بې اساسه تورونه بللي او ټينګار ئې کړی ، چې دغه ډول څرګندونې د اسلام اباد او کابل تر مینځ اعتماد ته تاوان رسوي .
زمونږ خبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ دپاکستان یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي چې غوښتل نامه ئې وانخستل شي ،وئيلي دي د پاکستان حکومت فیصله کړې ، چې له دې وروسته به د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار حمد ا... محب د وروستیو څرګندونو په دلیل له هغه سره هیڅ ډول دوه اړخیز رسمي تماس او تعامل ونه لري .
دغه حکومتي چارواکي وئیلي دي ، دغه فیصله د د حمد ا... له وروستیو څرګندونو وروسته شوي او اسلام اباد خپل جدي اعتراض د افغانستان حکومت ته رسولی دی .
د ا فغانستان د ملی امنیت سلاکار کابو دوه اونۍ مخکې ننګرهار ولایت ته په سفر کې په پاکستان سختې نیوکې کړي او وئیلي ئې وو،چې دغه هیواد هیڅ عزت او افتخار نه لري او د پښتنو اوبلوچو پشمول ددغه هیواد قومونه د خپل هیواد له حکومته خپه دي او دخپل حق د ترلاسه کولو لپاره راپاڅیدلي او ورسره جنګیږي .