قطر کښې د افغانستان د سولې خبرې نن پیلیږي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د له سره پیلولو په هدف سره نن د قطر پلازمینې دوحې ته ورځي .
هیله کیږي چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرواترو نوی پړاو له یوې(۱) اوږدې مودې ځنډ وروسته نن له سره پیل شي .
د افغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت د وزارت ویاندې ناجیه انوري پرون رسنیو ته وویل قطر ته د کابل د حکومت د مرکچي پلاوي په تلو سره له طالبانو سره د حکومت د سولې د خبرو اترو نوی پړاو نن پیلیږي .
هغې په دې خبرې سره چې د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره جدي اراده لري وویل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومتي پلاوي ټوله هڅه دا ده چې خبرې اترې په هیواد کښې د پایدارې سولې د تامینولو په هدف سره تعقیب شي .