تپلی جګړې افغان ماشومان له خپلو حقوقو محرومه کړي
په اوس وخت کې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو محروم دي
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر ښاغلي غني نن د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او دوی ته یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې ډېرې کړې دي.
د نوموړي په خبره په افغانستان کې روانې تحمیلي جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، دوی ته یې ګواښونه جوړ کړي او هغوی یې خپلو اساسي حقونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.
هغه وايي چې ماشومان د هېواد راتلونکې دي او افغان حکومت ژمنه کوي چې دوی ته به د زده کړو او روغتیا په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.
افغان ولسمشر غني زیاتوي، که څه هم د بدمرغه تحمیلي جنګ او ناخوالو له امله لا هم په میلیونونو ماشومان د زده کړو په ګډون د ژوند له ډېرو اساسي حقونو او اسانتیاوو محروم دي، خو د امید او خوښۍ خبره دا ده چې اوس تر بل هر وخت ډېر ماشومان ښوونځیو ته ورځي، د هغوی لپاره روغتیایی او فرهنګي خدمات مخ په زیاتیدو دي او په ټولنه کې دا پوهاوی ورځ په ورځ زیاتېږي چې له ماشوم سره باید مناسب چلند وشي .
د معلوماتو له مخې، په اوس وخت کې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو محروم دي، د ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي او ډول ډول ناروغۍ یې ژوند ګواښي.