په بدخشان کښې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101098-په_بدخشان_کښې_د_طالبانو_بریدونه_په_شا_تمبول_شوي_دي
د افغانستان د بدخشان د والي ویاند وایی وسله والو طالبانو دغه ولایت کې په دوو ولسوالیو ډلیز بریدونه کړي وو، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2021 02:46 Asia/Kabul
  • په بدخشان کښې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي

د افغانستان د بدخشان د والي ویاند وایی وسله والو طالبانو دغه ولایت کې په دوو ولسوالیو ډلیز بریدونه کړي وو، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.

نېک محمد نظری وایی، چې طالبانو د بدخشان په خاش او راغستان ولسوالیو کې بریدونه کړی.نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو بریدونه د افغان ځواکونو او سیمه ییزه پاڅونوالو له سخت مقاومت سره مخ شول او د هوایی ځواک په ملتیا په شاه وتمبول شول.نظری و ویل: په دغه جګړه کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه رنګ د خاش ولسوالۍ څو کلی د طالبانو له شتونه پاک کړې شول.

د والی ویاند زیاته کړه، چې طالبانو له څو ورځو راهسې د ارګو ولسوالۍ د شاه مری په کلی اوبه بندې کړې دي.دی وایی: په دې کلی کې تقريبا ۸ سوه کورنۍ اوسي، چې د اوبو له کمبود سره مخ او کرڼیزې مځکې یې په وچېدو دي.