د افغانستان د خلکو د بریاو ساتل ضروري دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانانو په مالکیت او هدایت سره د سولې د بهیر هرکلی وکړ او په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې د افغانستان د خلکو د بریاو د ساتلو پرضرورت یې ټینګار وکړ .
د افغانستان په چارو او د سیمې په مسائیلو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي شخصي استازي ژان ارنو چې د یوه (۱) پلاوي په مشرۍ د افغانستان د مسائیلو په هکله د مشورې لپاره تهران ته راغلی دی د افغانستان په چارو کښې د ایران له ځانګړي استازي او د خارجه وزیر له سلاکار محمد ابراهیم طاهریان فرد سره کتنه او خبرې وکړې .
په دغه کتنې کښې په افغانستان کښې د امنیتي حالت او د خبرو اترو د بهیر په شمول د دغه هیواد د روانو حالاتو په هکله بحث او غور وشو .
طاهریان فرد په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په افغانستان کښې سوله او امنیت په ایران اسلامي جمهوریت کښې د سولې او د امنیت په معنا ده د افغانانو په مالکیت او هدایت سره د سولې د بهیر ملاتړ وکړ او د بین الافغاني خبرو اترو د پرمختګ او د اسانتیا په زمینه کښې د ملګرتیا لپاره یې د ایران چمتووالی اعلان کړ .
هغه په دغه کتنې کښې په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې د افغانستان د خلکو د بریاو د ساتنې پرضرورت ټینګار وکړ .
د ایران او د ملګروملتونو ځانګړیو استازیو په تیرو څو میاشتو کښې په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه او د تاوتریخوالي د کمولواو د ملکي وګړو د وژلې د مخه د نیولو غوښتنه یې وکړه .