طالبانو د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ هم نیولي ده
صدای افغان خبري اژانس وايي طالبانو په غزني ولایت کښې یوه(۱) بله سیمه هم ونیوله .
د افغانستان په پارلمان کښې د غزني ولایت د خلکو استازي عارف رحماني په ټویټر پیغام کښې وویل د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ پرون د طالبانو لاس ته ورغله .
هغه وویل د غزني ولایت بیلابیلې سیمې د حکومت او د امنیتي ځواکونو د سستۍ په خاطر یوبل پسې د طالبانو لاس ته د ورتلو په حال کښې دي .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تائید کړه چې زمونږ کسانو پرون د جغتو ولسوالۍ مرکز ، د پولیسو مرکز او نور حکومتي مرکزونه نیولي دي .
په تیرو دوو (۲) اونیو کښې طالبانو د افغانستان ډیرې ولسوالۍ نیولي دي خو د کابل حکومت ادعا کوي چې دوې تاکتیکي شاتګ کړی دی .
د طالبانو د وروستیو پوځي خوځښتونو د زیاتیدا په وړاندې د افغانستان د حکومت بې عملۍ د خلکو او د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو غوسه راپارولي ده .