په قطر کښې د افغان حکومت او طالب ډلې خبرې اترې اوشوې
په افغانستان کښې د تاوتريخوالو له زياتېدو سره په يو وخت د دغه هېواد د حکومت او طالب ډلې مذاکراتي ټيمونه په قطر کښې د صلح د خبرو اترو په بهير کښې د چټکتيا په اړه صلاح شول.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې دغو ټيمونو پرون په قطر کښې وويل: په دغه غونډه کښې همدارنګ د راتلونکو غونډو د اېجنډې د موضوعاتو په باره کښې اتفاق اوشو.
د افغان حکومت او طالب ډلې مذاکراتي ټيمونو په دوحه په داسې حال کښې کښې ليدنې کتنې شروع کړي دي چې د ترکيې د استنبول غونډه ټاکل شوې وه د روژې له مبارکې مياشت نه پس جوړه شي خو د طالب ډلې د نه ګډون په وجه دغه غونډه جوړه نه شوه.
تېره هفته د افغان حکومت د مذاکراتي ټيم مشر محمد معصوم ستانکزي وويل، د دغه هېواد حکمت له طالب ډلې ره د خبرو اترو بيا شروع کولو ته چمتو دے.
همدارنګ د افغانستان د ملي مصالحتي شورا مشر ډاکټر عبدا... عبدا... وويل، افغان حکومت په دغه هېواد کښې د صلحې د راوستلو لپاره د سيمې او نړۍ د هېوادونو ملګرتيا ته ضرورت لري چې طالب ډله جدي خبرو اترو ته مجبوره کړي.
هغه زياته کړه، د دغه هېواد بحران فوځي حل لاره نه لري خو افغان وسله وال ځواکونه له افغانستان څخه دفاع ته چمتو دي.