په ننګرهارکی دداعش ډلی یو جنایتکار نیول شوی
.پرون هم یادو ځواکونو په ورته عملیاتو کی دننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کی د ننګرهار او کابل ولایتونو لپاره دداعش ډلی دترور او اختطاف مسئول یوسف جان نیولی و.
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانتسان دننګرهار ولایت د ملی امنیت ادارې د ځانګړي ځواک قوماندانی نن په یوې خبرپاڼې کې وئيلی دي دغو ځواکونو بیګا د جلال اباد ښار په سهیلی څنډه درې کیلومترۍ کې د بهسودو ولسوالۍ اړونده د هډی فارم په سیمې کې عملیات کړي چې پکې د میراغا په نوم د داعش ډلې د هدفي وژنو او مقناطیسي ماینونو کیښودلو مسئول ونیول شو.په خبرپاڼې کې راغلي چې نیول شوی تن په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دنورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخې سره له سیمی لیږدول شوي دي .پرون هم یادو ځواکونو په ورته عملیاتو کی دننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کی د ننګرهار او کابل ولایتونو لپاره دداعش ډلی دترور او اختطاف مسئول یوسف جان نیولی و.