په افغانستان کښې جنګ حرام دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101496-په_افغانستان_کښې_جنګ_حرام_دی
 د پاکستان او افغانستان عالمانو په مکه مکرمه کښې یوې غونډې کښې په افغانستان کښې د جنګ دوام حرام وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2021 00:28 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کښې جنګ حرام دی

 د پاکستان او افغانستان عالمانو په مکه مکرمه کښې یوې غونډې کښې په افغانستان کښې د جنګ دوام حرام وباله.

 د پاکستان او افغانستان عالمانو په مکه مکرمه کښې یوې غونډې کښې په افغانستان کښې د جنګ دوام حرام وباله.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې افغانستاني او پاکستاني عالمانو بیګا په افغانستان کښې د جګړې هر ډول دوام ناروا بللی او ټینګار یې وکړ چې دغه جنګ باید ختم شي.

د اسلامي ملګرتیا سازمان عمومي منشي محمد داود په دغې غونډې کښې ټینګار وکړ چې افغانستان د خلکو د هوډ او ارادې په برکت صلحې، اوربند او د خپل هیواد د برخلیک ټاکلو ته مخه کړې ده او ټول اسلامي هیوادونه یې ملاتړ کوي.

په سعودي عربستان کښې د پاکستان سفیر جنرال بلال اکبر هم وویل چې د اسلام اصلي څیره، ثبات دی. څلور لسیزې وشوې چې په افغانستان کښې جنګ روان دی خو اوس وخت دی چې د صلحې لاره هواره شي.

Image Caption

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي هم په دغې غونډې کښې ټینګار وکړ چې ټول مسلمان عالمان په افغانستان کښې د جګړې د ختمولو لپاره د هلوځلو مسئول دي.

سعودي عربستان په داسې حال کښې د دغې غونډه کوربه توب کوي چې آل سعود واکمنان د افغانستان د جنګ او د دغه هیواد د خلکو د وژلې په دوام کښې مهم رول لري او په دغه هیواد کښې د ترهګرو او تکفیري ډلو ستر ملاتړی هیواد دی او دا خبره له هیڅ­چا پټه نه ده.