ترکیه دي له افغانستانه خپل عسکر وباسي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101508-ترکیه_دي_له_افغانستانه_خپل_عسکر_وباسي
 داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې دترکیې  پوځي ځواک د امریکا ددباؤنو په اپوټه  په پوځي عملیاتو کې ګډون نه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2021 07:28 Asia/Kabul
  • ترکیه دي له افغانستانه خپل عسکر وباسي 

 داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې دترکیې  پوځي ځواک د امریکا ددباؤنو په اپوټه  په پوځي عملیاتو کې ګډون نه کوي .

زمونږخبیرال  دروئيټرز خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد په یولړ څرګندونو کې وئيلی،د ناټو ځواک دیوې برخې په توګه دې ترکیه ، له امریکا سره د ۲۰۲۰کال  د موافقې په اساس ،  له افغانستانه خپل عسکر وباسي .

ترکیې  په استانبول کې  په ۲۰۰۳کال کې له القاعدې سره  داړونده ترهه ګرو له بم کیښودنې وروسته  خپل یو شمیر عسکر  افغانستان ته ولیږدول .

 دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې دترکیې  پوځي ځواک د امریکا ددباؤنو په اپوټه  په پوځي عملیاتو کې ګډون نه کوي .

  په  هرحال  د ترکیې په  استانبول کې د بین الافغاني خبرواترو  دپيلیدا د وخت نامشخص  کیداعلت ، په دغو خبرواترو کې د طالبانو ډلې له ګډونه ډډه کول  دي چې  له دې سره په یووخت  د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې  جنګ جګړې او اخ وډب په اوڅاره توګه زیات شوی او داسې کومه ورځ نشته چې د لسګونو کسانو وینه ونه بهیږي .