په افغانستان کې کرونا ۸۵ افغانان وژلی دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101588-په_افغانستان_کې_کرونا_۸۵_افغانان_وژلی_دي
دا په افغانستان کې د کورونا له پیله تر اوسه، په يوه ورځ کې د مړو شويو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2021 10:22 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې کرونا  ۸۵ افغانان وژلی دي

دا په افغانستان کې د کورونا له پیله تر اوسه، په يوه ورځ کې د مړو شويو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په دې هېواد کې کورونا ورځ تر بلې مرګونې بڼه خپلوي او يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۸۵ کسان وژلي دي.

دا په افغانستان کې د کورونا له پیله تر اوسه، په يوه ورځ کې د مړو شويو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د افغانستان د  عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې پر دې سربېره، له پرون راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۵۹۷ تنه تازه په دغه وايروس اخته شوي دي.

دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې څو چنده ډېر وي.

له نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کورونا د اخته شويو کسانو شمېر ۹۱ زره او ۴۵۸ او ورڅخه د مړو شويو کسانو شمېر بيا ۳ زره او ۶۱۲ تنو ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح څو ورځې مخکې وویل چې تر ټولو بدې اوونۍ په مخ کې شته او له خلکو یې وغوښتل چې نور دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.