د ایران د ترکیې او د افغانستان درې اړخیزه غونډه کیږي
فارس خبري اژانس وايي د ترکیې د باندنیو چارو وزارت سبا په انتالیا کښې د افغانستان په هکله د ایران د افغانستان او د ترکیې درې(۳) اړخیزه غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .
د ترکیې خارجه وزارت بیګا وویل ایران ، افغانستان او ترکیه به د انتالیا په غونډې کښې په افغانستان کښې د سولې د بهیر د بدلونونو په هکله خبرې او سلامشورې وکړي .
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د افغانستان د باندنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون د انتالیا د ډيپلوماسۍ د ټولنې د غونډې په څنګ کښې له یوبل سره کتنه او خبرې وکړې .
د ایران خارجه وزیر ظریف په دغه کتنې کښې په افغانستان کښې د ثبات په پیاوړتیا کښې د اغیز شیندونکي ګډون لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي په اعلانولو سره له ثبات سره یوځای د امنیت په ورستنولو کښې د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ .
د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر هم په دغه کتنې کښې په خپل هیواد کښې د کورونا ناروغۍ د حالاتو خرابیدو ته په پام سره د اکسیجن د سیلینډرونو او د روغتیايي شیانو او د درملنې د مرستو د استولو په خاطر له ایران څخه د افغانستان د حکومت د مننې د پیغام د اورولو په ترڅ کښې د ایران لخوا له افغانستان سره د طبي مرستو د دوام غوښتنه وکړه .