د مزار شریف له دروازو څخه طالبان وشړل شول
Jun 22, 2021 02:58 Asia/Kabul
د افغانستان دفاع وزارت مزار شریف ته له تلونکو لارو او ورونو څخه یې د طالب وسله والو د شړلو خبر ورکړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت مزار شریف ته له تلونکو لارو او ورونو څخه یې د طالب وسله والو د شړلو خبر ورکړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت په یو لنډ خبر کښې وویل چې د پوځي ځواکونو په رسیدو سره طالبان د مزار شریف ښار له دروازو څخه تښتیدلي دي او له دغې ډلې څخه د سیمې د پاکولو عملیات دوام لري.
د ویلو ده چې طالب وسله والو پرون په بلخ ولایت کښې د څو ولسوالیو له نیولو وروسته ځانونه د دغه ولایت د مرکز مزار شریف ښار تر ورونو رسولي وو.
د افغانستان دفاع وزارت په دوام کښې د مزار شریف د دروازې په هغه ځاې کښې د ملي اردو د ځواکونو ځیني انځورونه خپاره کړي دي چې پرون ماسپښین یې طالبانو عسکونه خپاره کړي وو.
ټیګونه