په ننګرهار کی دداعش ډلی دځانمرګو بریدونو مسئول ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102058-په_ننګرهار_کی_دداعش_ډلی_دځانمرګو_بریدونو_مسئول_ووژل_شو
زمونږخبریال وايي د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي تیره شپه د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددغه ولایت د سره رود ولسوالۍ د مستي خیلو په سیمه کی عملیات ترسره کړي چې په پایله کی دداعش ډلې د ځانمرګو بریدونو مسول مومن له امنیتی ځواکونو سره دمقاومت پر مهال ووژل شو او یوه تومانچه او نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 23, 2021 06:35 Asia/Kabul

زمونږخبریال وايي د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي تیره شپه د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددغه ولایت د سره رود ولسوالۍ د مستي خیلو په سیمه کی عملیات ترسره کړي چې په پایله کی دداعش ډلې د ځانمرګو بریدونو مسول مومن له امنیتی ځواکونو سره دمقاومت پر مهال ووژل شو او یوه تومانچه او نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل .

  د والي  ویاند وویل په عملیاتو کی ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي .

دنوموړي پر وینا دوژل تن یو زوی څه موده وړاندی د داعش په لیکو کی د ننګرهاز ولایت دچپرهار په ولسوالی کی په یو هوایی برید کی  وژل شوی و.

د ننګرهار د والي ویاند دغه راز وویل د ملي امنیت اداری کارکوونکو د جلال اباد ښاز دڅلورمی ناحیی اړوند د اکمالاتي بیز په سیمه کی دامجد مشهور په عبید په نوم دداعش ډلی هغه غړی ونیوه چی د رکشا  په وسیله  یی ځانمرګي برید ته چمتو شوی له چاودیدونکو توکیو ډک واسکټ د ښار مرکزي برخې ته لیږداوه.

په دې اړه نور تفصیلات زمونږ دخبریال له خولې آورو .