د طالبانو پرضد د پاڅون غوښتنه شوي ده
زمونږ خبریال وايي د افغانستان یوه(۱) جهادي مشر د طالبانو د ځپلو لپاره د وسله والو ځواکونو په څنګ کښې د ملي بسیج غوښتنه وکړه .
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د نوي څانګې مشر عطا محمد نور چې بلخ ولایت ته تللی دی د مولانا جلال الدین محمد بلخي په هوايي ډګر کښې په تاجرانو او ملت غږ وکړ که چیرې طالبان سولې ته غاړه کې نه ږدوي د مادیاتو او د مرستو له پلوه د جنګ له جبهو څخه ملاتړونه هیر نکړئ .
عطا محمد نور دغه راز د افغانستان په حکومت غږ وکړ د ملت د غږ هرکلی وکړي او پر وخت د خلکو د عمومي پاڅون ملاتړ وکړي او هغوې په وسلو سمبال کړي .
عطا محمد نور زیاته کړه د افغانستان شمال په تیره بیا بلخ ولایت تل د طالبانو هدیره وه او ده او دغه ډله باید له تیر وخت څخه عبرت واخلي او له جنګ څخه شاتګ وکړي .
له دې مخکې د مارشل عبدالرشید دوستم او د محمد محقق په شمول نورو جهادي قومندانانو د شمالي ولایتونو د دفاع لپاره د طالبانو په مقابل کښې د ولسي پاڅون غوښتنه کړي وه .