د افغانستان طالبانو خاش ولسوالۍ هم ونیوله
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ له دریو (۳) ورځو نښتو وروسته د طالبانو لاس ته ورغله .
د بدخشان د ولایتي شورا غړي جاوید مجددي نن وویل طالبانو په تیرو دریو (۳) ورځو کښې اته (۸) ځله په خاش ولسوالۍ باندې حملې وکړې او د ولسي او د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول خو د مرکزي حکومت لخوا د مرستو د نه رسیدا په علت بالاخره دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغله .
خاش ولسوالۍ د بدخشان ولایت یولس (۱۱) ولسوالۍ له فیض اباد سره وصلوي چې د جاوید مجددي په اند د دغه ولسوالۍ په نسکوریدا سره د نورو ولسوالیو لپاره جدي ګواښ رامینځته کیږي .
ویل کیږي چې د خاش ولسوالۍ د نسکوریدا په وخت طالبانو یوشمیر حکومتي عسکر نیولي او تجهیزات یې هم ترې اخیستي دي .
د افغانستان د بدخشان ولایت امنیتي ځواکونو تراوسه د خاش ولسوالۍ د نسکوریدا په هکله څه نه دي ویلي خو طالبانو د دغه ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی .
د طالبانو لاس ته د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ ورتلل په داسې حال کښې دي چې په تیرو دریو (۳) اونیو کښې طالبانو د افغانستان څه د پاسه شپیته (۶۰)ولسوالۍ نیولي دي .