امریکا باید په مسولانه ډول له افغانستانه ووځي
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند «جائو لي جیان» د امریکا د پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کښې ناکراریو ته په غبرګون کښې وویل امریکا د افغانستان په مسلې کښې د تر ټولو ستر اغیز شیندونکي عامل په توګه د دغه هیواد د اوسني حالت په وړاندې د ناانکار وړ مسوولیت پرغاړه لري .
هغه خبري کانفرنس ته وویل د امریکا پوځ باید په مسولانه ډول له افغانستانه ووځي چې په دغه وخت کښې د افغانستان د حالاتو ثبات تامین شي او د ترهګرو ځواکونو لخوا د افغانستان د خلکو لپاره د ډیر کړاو او د ناکرارۍ د رامینځته کیدا او د سیمې سولې او ثبات ته د ګوزار د ورکول کیدا مخنیوی وشي .
راپورونه وايي چې د روان کال له لومړیو څخه په افغانستان کښې کورني جنګونه زیات شوي او په پرله پسې ترهګرې حملې شوي او د هیواد امنیتي حالات نور پسې پیچلي شوي دي .
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جائو لي جیان وویل شل (۲۰) کاله مخکې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم سره خپل پوځيان افغانستان ته واستول په داسې حال کښې چې د القاعده او د طالبانو پرضد جنګیدل د افغانستان ګڼ شمیر ملکي وګړي يې مړه او ژوبل کړل او اوس چې شل (۲۰) کلونه تیر شوي دي د افغانستان امنیتي حالات اوس نور هم پیچلي او ویرونکي دي او د ترهګرۍ مسله تراوسه نه ده حل شوي خو امریکا ناڅاپه فیصله کړي ده چې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي .