په افغانستان کې د ائیتلافي حکومت د جوړولولپاره دعمران خان وړاندیز
هماغه ډول چې په افغانستان کې دیوه ائیتلافی حکومت د جوړیدا لپاره ددغه شان وړاندیز مطرح کیدا څخه اخستون کیږي ، دا دی چې د سولې د احتمالي موافقې په چوکاټ کې ،په دغه هیواد کې د سیاسی او اجرائي قدرت یوه برخه طالابنو ته ورکړل شي .
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د جنګ د ختمیدا لپاره په دغه هیواد کې د یوه ائيتلافي حکومت جوړیدا وړاندیز کړی دی . عمران خان په همدا وروستیو کې وئيلي دي ،باید په افغانستان کې یو سیاسی تفاهم رامینځةشي او دلازیاتې وینې له بهیدا د مخنیوي په خاطر دې یو داسې ائيتلافي حکومت جوړ شي ،چې طالبان پکې ونډه ولري .
د پاکستان لومړي وزیر او تحریک انصاف واکمن ګوندمشر وئيلي دي ،په افغانستان کې د یوه ائيتلافي حکومت په جوړیدا سره دا هیله درلودلی شو چې په دغه هیواد کې به تاؤتریخوالی او وژلې پاي ته ورسیږي . عمران خان په افغانستان کې د د اخلی جنګ د راپورته کیدا دخطرې په باب په اندیښنې ښودلو سره وئيلي دي ، که طالبان ، د دغه هیواد په بشپړ نیونې پسې وي ، نو ډيره زیاته وینه به وبهیږي .
د پاکستان د لومړي وزیر له خوا په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لپاره په دغه هیواد کې د یوه ائیتلافي حکومت دجوړیدا وړاندیز، کوم نوی پلان نه دی او په تیر وخت کې هم ددغه هیواد او دځینو نورو هیوادونو د چارواکو له خوا دغه وړاندیز مطرح شوی ؤ ،چې د افغانستان د حکومت له هرکلي سره مخامخ نه شو .
هماغه ډول چې په افغانستان کې دیوه ائیتلافی حکومت د جوړیدا لپاره ددغه شان وړاندیز مطرح کیدا څخه اخستون کیږي ، دا دی چې د سولې د احتمالي موافقې په چوکاټ کې ،په دغه هیواد کې د سیاسی او اجرائي قدرت یوه برخه طالابنو ته ورکړل شي .
دیوه ائيتلافي حکومت د جوړیدا پلان په داسې حال کې بیا د سولې په خبرواترو کې له بندون او دجنګ جګړو او د وینې بهیدا څخه د افغانستان د ویستلو لپاره مطرح شوی دی،چې ددغه هیواد حکومت د ثبات د ټینګیدا لپاره له دغه شان رَوئې سره مخالف دی او دا د جمهوریت د خوندي ساتنې او د ډیموکراسۍ د ټينګیدا لپاره د تلیرو دوو لسیزو دهلوځلو په اپوټه ګڼي .
د افغانستان حکومت په کرتو وئیلي دي، د قدرت په ډګر کې دطالبانو مشارکت یوازې ،د انتخاباتو دترسره کیدا او د رایو د صندقونو ته دمراجعه کولو له لارې تیریږي .
په دغه چوکاټ کې په پیل کې باید طالبان ، د افغانستان له حکومت سره د سولې د موافقې په لاسلیک کولو سره دایمي اور بند ومني اووروسته ددې لپاره چې دحکومت په ډګر کې فعالیتونه وکړائ شي ، باید ځان ددغه هیواد ودلس د رایو په وسیله دغه ځاي ته ورسوي .
دافغانستان دحکومت له نظره که ټاکل شوي وي،طالبان په انتخاباتو کې د ولس د رایو له جلبولو پرته قدرت ته وارد شي،نو دا موضوع د اساسی قانون او په دغه هیواد کې د جمهوریت دساتنې لپاره دخلکو دغوښتنې په خلاف ده .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کرتو وئیلي دي ،تیار دی دانتخاباتو د ترسره کیدا په قانوني بهیر کې په دغه هیواد کې د دایمي سولې له ټینګیدا سره دمرستې په موخې سره له قدرته څنګةشي او د ولس د رایو په اساس ، قدرت په انتخاباتو کې دبریالي کس لاسونو ته وسپاري .
داګمان هم شته،د طالبانوپه نسبت د افغانستان د خلکو ډير منفي نظر ته په پام سره که ټاکل شوي وي دغه ډله ددغه هیواد د ولس د رایو په اساس قدرت ته ورسیږي،نو دا تقریبا ناممکنه بریښي .
په همدې اساس ده چې طالبانو تل د ا نتخاباتو له اصل او په افغانستان کې عمومي رایو ته له مراجعه کونې سره مخالفت کړی اوپه مقابل کې په دغه هیواد کې د دوي په اند داسلامی امارت دجوړیدا ډنډوره وهي څو له دې لارې د قدرت درست اورګانونه پخپل اختیار کې واخلي .
په افغانستان کې پخپل خیال د اسلامی امارت د رامینځةکیدا لپاره د طالبانو د خوښې وړ ماډل کې ولس،په حکومت کې او د برخلیک د ټاکنې دحق په اعمالولو کې د هیڅ رول نه لري او همدا موضوع ،د اسلامی امارت د نظام د پلی کیدا په بڼه کې دغه هیواد ته د استبدادي حکومت د احتمالي ستنیدا په باب د اندیښنو دزیاتیدا لامل شوې ده. داسې بریښي په قدرت کې د انتخاباتو په بهیر کې د طالبانو هرډول شتون ته د افغانستان د خلکو احتمالی منفي ځواب ته په پام سره ددغې ډلې ټينګاربه ،یوازې په دغه هیواد کې د اسلامی امارات د نظام ټينګیدا وي .