په افغانستان کښې د جمهوریت د واحد صف په پیاوړتیا تاکيد اوشو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102102-په_افغانستان_کښې_د_جمهوریت_د_واحد_صف_په_پیاوړتیا_تاکيد_اوشو
د افغان ولسمشر په مشرۍ امنیتی غونډه کښې د هېواد عمومي امنیتي حالت وجاجول شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 01:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د جمهوریت د واحد صف په پیاوړتیا تاکيد اوشو

د افغان ولسمشر په مشرۍ امنیتی غونډه کښې د هېواد عمومي امنیتي حالت وجاجول شو.

په دغه غونډه کښې چې په ارګ کښې ترسره شوه، د ولسمشرۍ  مرستیالانو، د ملی روغې جوړې عالي شورا مشر، د مشرانو جرګې رئیس، د امنیتي او دفاعی سکټور مسوولینو او یو شمېر سیاسیتوالو او د ملی شورا غړو ګډون درلود.په سر کښې د هېواد د امنیتی او دفاعی سکټور چارواکو د عمومي امنیتی حالت او د دښمن ددسيسو د شنډولو په اړه د خپلو پلانونو او پروګرامو په هکله معلومات ورکړل.

وروسته د غونډې ګډونوالو د امنیتی حالت د ښه والی او د افغانستان اسلامی جمهوریت تر چتر لاندې د ولسي بسیج د ملاتړ په اړه خپل نظرونه څرګند او د جمهوریت د واحد صف پر پیاوړتیا یې تاکيدوکړ.