ترکیه افغانستان ته نور پوځیان نه لیږي
ناټو په همداوروستیو کې په افغانستان کې د خپل ځواک دماموریت پاي ته رسیدا اعلان کړې ده.او دغه راز ئې په بروکسل کې په خپلې وروستۍ غونډې کې فیصله کړې ده،چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو رووسته په مالی ملاتړ سره به،د کابل په هوائي ډګر کې د لویدیځوالو دتګ راتګ د امنیت دتضمینولو په موخې سره له ترکیې استفاده وکړي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، د ترکیې دفاع وزیر حلوصي اکار نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، مونږ دم ګړۍ په افغانستان کې شتون لرو او دکابل هوائي ډګر دساتنې لپاره ددغه هیواد پلازمینې ته دلازیات ځواک دلیږدولو بحث مطرح نه دی .
ترکیې په همداوروستیو کې وئيلی دي ، دده هیواد پوځ نیّت لري ،له افغانستانه د امریکائي پوځ له وتلو وروسته د کابل هوائي ډګر ساتنه وکړي .