ازبکستان د افغانستان په حالاتو اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102168-ازبکستان_د_افغانستان_په_حالاتو_اندیښنه_څرګنده_کړه
فارس خبري اژانس وايي د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا اندیښنه وښودله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 09:58 Asia/Kabul
  • ازبکستان د افغانستان په حالاتو اندیښنه څرګنده کړه

فارس خبري اژانس وايي د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا اندیښنه وښودله .

ازبکستان د افغانستان له ښکیلو لورو وغوښتل چې په هیواد کښې تاوتریخوالي ختم کړي ځکه چې د کورونا ویروس د نوي څپې په زیاتیدا سره له بل هر وخت څخه زیات د خلکو ژوند نور هم پسې سخت شوی دی .

د ازبکستان خارجه وزارت په دغه بیانیې کښې وویل د دغه هیواد حکومت د افغانستان له خلکو سره هراړخیزه اقتصادي او بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي .

دوې (۲) ورځې مخکې د افغانستان درې پنځوس (۵۳) سرحدي ځواکونه او وسله وال کسان په وسلو سره په  «شورتپه» سیمه کښې د ازبکستان خاورې ته ورننوتل .

ازبکستان له افغانستان سره د ښه ګاونډیتو او د دوستانه دودیزو اړیکو په ساتلو باندې ټینګار سره وویل ازبکستان خپلې  خاورې ته د هرډول غیر قانوني ورتلو په پریکنده توګه مخنیوي کوي او د خلاف ورزۍ کونکو پرضد به سخت اقدامات ترسره کړي .