ازبکستان د افغانستان په حالاتو اندیښنه څرګنده کړه
فارس خبري اژانس وايي د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په افغانستان کښې د تاوتریخوالو په زیاتیدا اندیښنه وښودله .
ازبکستان د افغانستان له ښکیلو لورو وغوښتل چې په هیواد کښې تاوتریخوالي ختم کړي ځکه چې د کورونا ویروس د نوي څپې په زیاتیدا سره له بل هر وخت څخه زیات د خلکو ژوند نور هم پسې سخت شوی دی .
د ازبکستان خارجه وزارت په دغه بیانیې کښې وویل د دغه هیواد حکومت د افغانستان له خلکو سره هراړخیزه اقتصادي او بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي .
دوې (۲) ورځې مخکې د افغانستان درې پنځوس (۵۳) سرحدي ځواکونه او وسله وال کسان په وسلو سره په «شورتپه» سیمه کښې د ازبکستان خاورې ته ورننوتل .
ازبکستان له افغانستان سره د ښه ګاونډیتو او د دوستانه دودیزو اړیکو په ساتلو باندې ټینګار سره وویل ازبکستان خپلې خاورې ته د هرډول غیر قانوني ورتلو په پریکنده توګه مخنیوي کوي او د خلاف ورزۍ کونکو پرضد به سخت اقدامات ترسره کړي .