د افغانستان ځینې ولسوالۍ لاس په لاس شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102170-د_افغانستان_ځینې_ولسوالۍ_لاس_په_لاس_شوي_دي
زمونږ خبریال وايي په داسې حال کښې چې د افغانستان دفاع وزارت وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې له طالبانو ډلې درې (۳) ولسوالۍ بیرته ازادې شوي دي دغه ډله هم د دریو (۳) نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2021 10:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان ځینې ولسوالۍ لاس په لاس شوي دي

زمونږ خبریال وايي په داسې حال کښې چې د افغانستان دفاع وزارت وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې له طالبانو ډلې درې (۳) ولسوالۍ بیرته ازادې شوي دي دغه ډله هم د دریو (۳) نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي .

د افغانستان دفاع وزارت وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په پکتیا ولایت کښې سید کرم او احمد اباد ولسوالیانې د طالبانو له نیواک څخه ازادې کړي شوي دي .

د افغانستان دفاع وزارت زیاته کړه حکومتي عسکرو په فاریاب ولایت کښې « اند خوی » ولسوالۍ هم له طالبانو ازاده کړي ده خو طالبان دغه ادعا نه تائیدوي .

د افغانستان پوځي او امنیتي ادارې وايي چې په ټول کښې یې تراوسه له طالبانو اته (۸) ولسوالۍ  بیرته ازادې کړي دي .

خو طالبان هم په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د څو نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي .

طالبان وايي چې د فریاب ولایت قرمقول او قرغان ولسوالیانې او دغه راز په بغلان ولایت کښې یې د  ګذرګاه نور ولسوالۍ مرکز له حکومتي عسکرو نیولي دي .

د افغانستان دفاع وزارت دغه راز په یوه خبر کښې وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې یوسل نهویشت (۱۲۹) طالبان وژل شوي او پینځه دیرش (۳۵) نورژوبل شوي دي .

په افغانستان کښې د جنګونو په زیاتیدا سره پلازمینه کابل او یولس (۱۱) نور ولایتونه درې (۳) ورځې کیږي چې بریښنا او برق نلري .