ننګرهار کښې د داعش ډلې یو مسول نیول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102208-ننګرهار_کښې_د_داعش_ډلې_یو_مسول_نیول_شوی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیانی وایي تیره شپه د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددې ولایت دبهسودو ولسوالۍ د جانان خان کلا په سیمه کې عملیات کړي چې پکې د داعش ډلی د جلب او جذب مسول صداقت چي په واحب الله مشهور و ونیول شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د داعش ډلې یو مسول نیول شوی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیانی وایي تیره شپه د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددې ولایت دبهسودو ولسوالۍ د جانان خان کلا په سیمه کې عملیات کړي چې پکې د داعش ډلی د جلب او جذب مسول صداقت چي په واحب الله مشهور و ونیول شو .

 د  والي ویاند وویل نیول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی او د لسو(10) او پنځلسو(15) کالو عمر لرونکي ځوانان به یی د داعش ډلی ته جذبول . د  هغه پر وینا د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه نیول شوی تن بلی سیمی ته لیږدول شویدی.

 د ننګرهار د  والي ویاند دغه راز وویل امنیتی ځواکونو  دجلال اباد ښار او حصارک غلجایی ولسوالۍ تر منځ غزیدلی لارې په اوږدو کې  د طالبانو له لورې ۲۹ کړئ ښخ کړل شوي د وسایطو ضد ماینونه کشف او خنثی کړي دي.

 د ننګرهار د والي ویاند وویل له دغه لارې امنیتي  ځواکونه  او ملکي وګړي ګټه پورته کوي چې د چاودنووپه صورت کې به درانه انساني زیانونه رامنځته شوي وائ  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي  .