ننګرهار کښې د داعش ډلې یو مسول نیول شوی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیانی وایي تیره شپه د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو ددې ولایت دبهسودو ولسوالۍ د جانان خان کلا په سیمه کې عملیات کړي چې پکې د داعش ډلی د جلب او جذب مسول صداقت چي په واحب الله مشهور و ونیول شو .
د والي ویاند وویل نیول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی او د لسو(10) او پنځلسو(15) کالو عمر لرونکي ځوانان به یی د داعش ډلی ته جذبول . د هغه پر وینا د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه نیول شوی تن بلی سیمی ته لیږدول شویدی.
د ننګرهار د والي ویاند دغه راز وویل امنیتی ځواکونو دجلال اباد ښار او حصارک غلجایی ولسوالۍ تر منځ غزیدلی لارې په اوږدو کې د طالبانو له لورې ۲۹ کړئ ښخ کړل شوي د وسایطو ضد ماینونه کشف او خنثی کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند وویل له دغه لارې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي ګټه پورته کوي چې د چاودنووپه صورت کې به درانه انساني زیانونه رامنځته شوي وائ طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .