د افغانستان او د امریکا چارواکو کتنه او خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102218-د_افغانستان_او_د_امریکا_چارواکو_کتنه_او_خبرې_وکړې
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د ولسي جرګې له مشرې میرمن نانسي پیلوسي سره د خپل هیواد د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2021 10:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان او د امریکا چارواکو کتنه او خبرې وکړې

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د ولسي جرګې له مشرې میرمن نانسي پیلوسي سره د خپل هیواد د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې وکړې .

د دوې ترمینځ په ننۍ کتنې کښې د امریکا او د افغانستان د ترمینځ د اړیکو د نوي فصل په هکله خبرې وشوې .

ورپسې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پیلوسي په ګډ خبري کانفرنس کښې ګډون وکړ او پیلوسي وویل له افغانستانه د واشنګټن د عسکرو له وتلو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې اوس نوي پړاو ته ورننوتلي دي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم له خپل هیواده د خارجي عسکرو په وتلو باندې د خوښې په څرګندولو سره وویل په دغه فیصلې سره زمونږ نوي سټراټیژیکې اړیکې رامینځته شوې او له خلکو سره  د  خلکو د اړیکو او له حکومت سره د حکومت د اړیکو په هکله زیات تمرکز کیږي .

د  امریکا د ولسي جرګې  مشرې میرمن نانسي پیلوسي د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په ګډ خبري کانفرنس کښې په  افغانستان کښې د واشنګټن شل (۲۰) کلن ماتي خوړلي شتون ، د جنګ د ترهګرۍ او د نشه ییزو موادو د قاچاق او د ناامنۍ او د بې ثباتۍ او د زرګونو خلکو د وژلې دوام ته هیڅ اشاره ونکړه .