خارجي هیوادونه د نشه ییزو موادو په تولیدولو کښې لاس لري
Jun 26, 2021 10:44 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د کمیټۍ مشر برید جنرال اسکندر مومني د ایران یو ستر چیلنج په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو او د کیمیکل مخدره موادو یعني شیشې د تولید زیاتیدل وباله او ویې ویل دغه چاره په افغانستان کښې د خارجي هیوادونو لخوا د پرمختللیو تخمونو او د موادو د جوړولو لپاره د نویو ټیکنالوژیو په وړاندې کولو ، ملاتړ او ملګرتیا سره ترسره کیږي .
اسکندر مومني نن له نشه ییزو موادو سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره یوځاې په تهران کښې په یوې(۱) تخصصې غونډې کښې وویل له بده مرغه په نړیواله سویه د دریو(۳) الحاقي پروټوکولونو او د نړیوالو کنونشنونو له تصویبیدا سره سره په دنیا کښې د نشه ییزو موادو د تولید ، مصرف او د وړاندې کیدا د بهیر د زیاتیدا کتونکي یوو .
ټیګونه