امریکې یوځل بیا د طالبانو سنګرونه په نښه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102226-امریکې_یوځل_بیا_د_طالبانو_سنګرونه_په_نښه_کړل
د امریکايي پوځیانو ډرون الوتکو د افغانستان په شمال کښې د طالب ډلې سنګرونه وویشتل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2021 00:49 Asia/Kabul
  • امریکې یوځل بیا د طالبانو سنګرونه په نښه کړل

د امریکايي پوځیانو ډرون الوتکو د افغانستان په شمال کښې د طالب ډلې سنګرونه وویشتل

د امریکايي پوځیانو ډرون الوتکو د افغانستان په شمال کښې د طالب ډلې سنګرونه وویشتل

امریکايي رسنیو ویلي چې د دغه هیواد له ولسمشر جوبایډن سره د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله له کتنې څو ساعته وړاندې د امریکې بې پایلټه الوتکو په قندوز او بغلان ولایتونو کښې د طالبانو سنګرونه بمباري کړل.

ویل کیږي چې د امریکې په هوايي بریدونو کښې د طالب ډلې یوشمیر وسله وال وژل شوي دي.

خو طالبانو د امریکې هوايي بریدونو ته تراوسه هیڅ غبرګون نه دی ښودلې.

د ویلو ده چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدې په دې وروستیو کښې په قندهار ولایت کښې د دغې ډلې خلاف د امریکې د هوايي حملو په غبرګون کښې ویلي وو چې دغه حملې د قطر له موافقې (څرګنده سرغړونه او خلاف ورزي) ده.