د افغانستان د ولسوالیو نیواک او آزادۍ دوام لري
د افغانستان په څلورو ولایتونو کښې شپږ ولسوالۍ د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمینځ لاس په لاس شوې.
د افغانستان په څلورو ولایتونو کښې شپږ ولسوالۍ د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمینځ لاس په لاس شوې.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پروان ولایت سیمه ایزو چارواکو تاییده کړه چې تیره شپه طالب وسله والو په خپلو بریدونو کښې د شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو مرکزونه ونیول.
طالبانو په دغه برید کښې هم داشان د سیاه ګرد ولسوالۍ ودانۍ او د پولیسو د قومندانۍ ودانۍ وسوځولې.
طالبانو هم ادعا کړې ده چې په قندهار ولایت کښې یې غورک ولسوالي نیولې ده.
د فاریاب د ولایتي شورا ځینو غړو هم ویلي چې د دغه ولایت اندخوي ولسوالي د طالبانو لاس ته لویدلې ده. دا په داسې حال کښې دي چې دغه ولسوالي پرون افغان پوځیانو د طالبانو له منګولو خلاصه کړې وه.
د افغانستان دفاع وزارت هم پرون وویل چې افغان پوځیانو د پکتیا ولایت میرزکه ولسوالي له طالب وسله والو آزاده کړه. د افغانستان حکومتي سرچینو هم داشان ویلي چې د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالي هم د طالب ډلې له منګولو آزاده شوې او د افغان پوځیانو لاس ته ورغلې ده.
د ویلو ده چې په تیرو څو ورځو کښې په هر شواروز کښې د افغانستان له پنځو نه تر لسو پورې ولسوالۍ د افغان پوځیانو او طالبانو ترمینځ لاس په لاس کیږي.