د افغانستان د ولسوالیو نیواک او آزادۍ دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102234-د_افغانستان_د_ولسوالیو_نیواک_او_آزادۍ_دوام_لري
د افغانستان په څلورو ولایتونو کښې شپږ ولسوالۍ د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمینځ لاس په لاس شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2021 02:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسوالیو نیواک او آزادۍ دوام لري

د افغانستان په څلورو ولایتونو کښې شپږ ولسوالۍ د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمینځ لاس په لاس شوې.

د افغانستان په څلورو ولایتونو کښې شپږ ولسوالۍ د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمینځ لاس په لاس شوې.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پروان ولایت سیمه ایزو چارواکو تاییده کړه چې تیره شپه طالب وسله والو په خپلو بریدونو کښې د شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو مرکزونه ونیول.

طالبانو په دغه برید کښې هم داشان د سیاه ګرد ولسوالۍ ودانۍ او د پولیسو د قومندانۍ ودانۍ وسوځولې.

طالبانو هم ادعا کړې ده چې په قندهار ولایت کښې یې غورک ولسوالي نیولې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا ځینو غړو هم ویلي چې د دغه ولایت اندخوي ولسوالي د طالبانو لاس ته لویدلې ده. دا په داسې حال کښې دي چې دغه ولسوالي پرون افغان پوځیانو د طالبانو له منګولو خلاصه کړې وه.

د افغانستان دفاع وزارت هم پرون وویل چې افغان پوځیانو د پکتیا ولایت میرزکه ولسوالي له طالب وسله والو آزاده کړه.  د افغانستان حکومتي سرچینو هم داشان ویلي چې د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالي هم د طالب ډلې له منګولو آزاده شوې او د افغان پوځیانو لاس ته ورغلې ده.

د ویلو ده چې په تیرو څو ورځو کښې په هر شواروز کښې د افغانستان له پنځو نه تر لسو پورې ولسوالۍ د افغان پوځیانو او طالبانو ترمینځ لاس په لاس کیږي.