په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاته کېدو ته د طالبانو غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102286-په_افغانستان_کې_د_امریکایي_ځواکونو_پاته_کېدو_ته_د_طالبانو_غبرګون
طالبانو په افغانستان کې د ډیپلوماټانو او د هوایي ډګر د امنیت د ساتلو په موخه د ۶۵۰ امریکایي ځواکونو پاته کېدو ته په سخته غبرګون ښودلي دي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 28, 2021 08:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاته کېدو ته د طالبانو غبرګون

طالبانو په افغانستان کې د ډیپلوماټانو او د هوایي ډګر د امنیت د ساتلو په موخه د ۶۵۰ امریکایي ځواکونو پاته کېدو ته په سخته غبرګون ښودلي دي.

تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک الجزیرې ته وویل که بهرني ځواکونه دلته پاتې شي، نو دا به د اشغال د دوام په معنی وي او د امریکې له‌خوا له شوي تړون څخه سرغړونه وي او موږ به بشپړ حق ولرو چې په وړاندې یې عکس‌العمل وښیو.

دغه ډله ټینګار کوي چي په هره بڼه په افغانستان کې بهرني ځواکونه پاتې شي هغه به د دې ډلې له‌خوا اشغال وانګېرل شي.

دغه ډله همدارنګه ګواښ کړي چي د امریکې له لوري د سولي د تړون د سرغړوی په صورت کې به تلونکي بهرني ځواکونه په نښه کړي.

د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه تر اوسه افغان چارواکو رسماً څه نه‌دي ویلي، خو د راپورونو له مخې دغه ځواکونه به تر هغو په کابل کې پاتې شي چې د ترکیې ځواکونه د کابل د هوایي ډګر د چارو مسؤلیت واخلي.