بامیانو کښې د طالبانو جګ پوړې قومندان هلاک شو
Jun 29, 2021 02:52 Asia/Kabul
په بامیان ولایت کښې له طالبانو سره د حکومتي ځواکونو په نښته کښې د دغې ډلې یو مشهور قومندان وژل شوی دی.
په بامیان ولایت کښې له طالبانو سره د حکومتي ځواکونو په نښته کښې د دغې ډلې یو مشهور قومندان وژل شوی دی.
د بامیان ولایت د پولیسو قومندان زبردست صافي وویل چې د دې ولایت په اطرافو کښې په (دهنه سیغان) سیمې باندې د طالبانو درنه حمله له حکومتي ځواکونو سره د هغوي د نښتلو سبب شوه چې له امله یې د مشهور طالب قومندان قاري بسم ا... په شمول د دغې ډلې یوشمیر وسله وال ووژل شول.
د بامیان ولایت د پولیسو قومندان زیاته کړه چې په دغه نښته کښې امنیتي ځواکونو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ټیګونه