افغان ځواکونو درې ولسوالۍ له طالبانو بیرته خلاصې کړې
افغان امنیتي ځواکونه وايي چې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې یې درې ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي.
په کابل او د غه راز په فاریاب او بلخ ولایتونو کې دولتي چارواکو پرون وویل چې د بلخ کلدار او د فاریاب پښتونکوټ او چارباغ ولسوالۍ یې د دولت له وسله والو مخالفانو بېرته نیولې دي.
خو له بلې خوا طالبانو پرون ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کندهار خاکرېز او د لوګر برک برک ولسوالۍ نیولې دي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.
تر ټولو د شدیدو جګړو راپورونه له غزني، کندوز، تخار، بغلان او میدان وردک ولایتونو څخه ورکړل شوي دي.
په همدې منځ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د ولایتونو له والیانو او امنیه قوماندانانو سره په ویدیو کنفرانس کې د طالبانو بریدونه د بشري حقونو خلاف جرمونه وبلل او ویې ویل چې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه باید بشري حقونه او قوانین رعایت کړي.