د نیواکګرانو په ضد به عملیات نورهم زیات کړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102404-د_نیواکګرانو_په_ضد_به_عملیات_نورهم_زیات_کړو
   خزعلی  دالحشد الشعبی ولسی ځواک په مبارزانو د  امریکا د حملو په غبرګون کې ووئيل ،  ددغه غورځنګ مبارزان  په بشبړ ډول تیارسی  دی او دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2021 11:19 Asia/Kabul
  • د نیواکګرانو په ضد به عملیات نورهم زیات کړو

   خزعلی  دالحشد الشعبی ولسی ځواک په مبارزانو د  امریکا د حملو په غبرګون کې ووئيل ،  ددغه غورځنګ مبارزان  په بشبړ ډول تیارسی  دی او دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .

فارس خبری اژانس راپور ورکړی،د عراق د اهل الحق غورځنګ عمومی منشي قیس خزعلي له امریکا سره د مقابلې او د نیواکګرو په ضد دعملیاتو دزیاتولو لپاره ددغه غورځنګ پر کلک هوډ ټینګارکړی دی .

   خزعلی  دالحشد الشعبی ولسی ځواک په مبارزانو د  امریکا د حملو په غبرګون کې ووئيل ،  ددغه غورځنګ مبارزان  په بشبړ ډول تیارسی  دی او دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .

 قیس خزعلی  دې ته په اشارې سره  چې مقاومت هماغه شان  د امریکاله پوځ سره دمقابلې  او د نیواکګرانو په ضد دعملیاتو د زیاتولو لپاره دخپلې فیصلې  پر اجرا ټينګار کوي ، زیاته کړې ده ،  د مقاومت ځواب داسې دی چې دښمن ئې هیڅکله هم تمه نه لري .

دامریکا جنګي الوتکو  د دوشنبې ورځې سهار وختي له سورئې سره د  عراق په پولې کې د دغه هیواد دالحشد الشعبي د څوارلسمې فرقې په لوجیسټکي  او پشتیباني پستې حمله کړې ، چې  څلور عراقي مبارزان ئې شهیدان کړي دي .