د نیواکګرانو په ضد به عملیات نورهم زیات کړو
خزعلی دالحشد الشعبی ولسی ځواک په مبارزانو د امریکا د حملو په غبرګون کې ووئيل ، ددغه غورځنګ مبارزان په بشبړ ډول تیارسی دی او دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړی،د عراق د اهل الحق غورځنګ عمومی منشي قیس خزعلي له امریکا سره د مقابلې او د نیواکګرو په ضد دعملیاتو دزیاتولو لپاره ددغه غورځنګ پر کلک هوډ ټینګارکړی دی .
خزعلی دالحشد الشعبی ولسی ځواک په مبارزانو د امریکا د حملو په غبرګون کې ووئيل ، ددغه غورځنګ مبارزان په بشبړ ډول تیارسی دی او دښمن ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
قیس خزعلی دې ته په اشارې سره چې مقاومت هماغه شان د امریکاله پوځ سره دمقابلې او د نیواکګرانو په ضد دعملیاتو د زیاتولو لپاره دخپلې فیصلې پر اجرا ټينګار کوي ، زیاته کړې ده ، د مقاومت ځواب داسې دی چې دښمن ئې هیڅکله هم تمه نه لري .
دامریکا جنګي الوتکو د دوشنبې ورځې سهار وختي له سورئې سره د عراق په پولې کې د دغه هیواد دالحشد الشعبي د څوارلسمې فرقې په لوجیسټکي او پشتیباني پستې حمله کړې ، چې څلور عراقي مبارزان ئې شهیدان کړي دي .