د سیمې هېوادونه دې د افغان صلحې لپاره رښتینې ملګرتيا وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102414-د_سیمې_هېوادونه_دې_د_افغان_صلحې_لپاره_رښتینې_ملګرتيا_وکړي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د سیمې په هېوادونو غږ کړے، چې د افغانستان د صلحې او ثبات د راوستو په برخه کښې دې رښتینې ملګرتيا وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2021 00:55 Asia/Kabul
  • د سیمې هېوادونه دې د افغان صلحې لپاره رښتینې ملګرتيا وکړي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د سیمې په هېوادونو غږ کړے، چې د افغانستان د صلحې او ثبات د راوستو په برخه کښې دې رښتینې ملګرتيا وکړي.

کاملوف په يوه مرکه کې ویلی، جګړه د افغانستان د ستونزې حللاره نه ده او طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.نوموړی وېیلی، ازبکستان له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانستان صلحې ته نږدې کوی. کاملوف زياته کړه،چې هېواد يې د افغانستان په اړه په دوحه، استانبول او یا بل هېواد کښې د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی کوي. هغه وزیر وويل، د سیمې د هېوادونو ذمه واري ده، چې د افغانستان د صلحې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړی او د جګړې ختملو لپاره خپلې هڅې تر سره کړي. کاملوف په مرکه کښې وړانديز وکړ چې هېواد يې د افغان صلحې د خبرو کوربتوب ته چمتو دے. د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د سیمې هېوادونو څخه د افغان سولې په برخه کې د رښتینې همکارۍ غوښتنه کوی، چې د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو ورځو کښې د افغانستان د بحران د هواري لپاره د درې اړخيزې غونډې وړانديز وکړ. د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان ، د افغانستان ، ایران ،  او پاکستان د خارجه وزیرانو د درې اړخیزې غونډې د ترسره کولو وړاندیز مطرح کړ ، چې د افغانستان  خارجه وزیر محمد حنیف اتمر يې په هرکلي سره تائيد کړے دے .