په کابل کښې د پوليسو په موټر حملې مرګ ژوبله رامنځته کړه
Jul 01, 2021 01:33 Asia/Kabul
د کابل په پغمان سيمه کښې د پوليسو په موټر په وسله ايز بريد کښې دوه تنه ووژل شول.
د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې د کابل د امنيت ادارې د مشر وياند فردوس فرامرز وويل، د پغمان ولسوالۍ به ارغندي سيم کښې د پوليسو په موټر په دغه بريد کښې يو بل تن هم ژوبل شو.
د عيني شاهدانو د وېنا له مخې د پوليسو موټر له دغې حملې وروسته اور واخېستۀ.
تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
ټیګونه