وحيد عمر:
طالب ډله حاکمیت نهلري ولس یې یرغمل کړے دے
Jul 01, 2021 03:01 Asia/Kabul
د افغان ولسمشر د عامه او سټراټيجکو تعلقاتو صلاحکار وويل طالب ډله هيڅ حاکميت نه لري او افغان ولس يې يرغمل کړے دے.
د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د عامه او سټراټيجګو تعلقاتو صلاحکار وحید عمر په هېواد کښې روان تاتریخوالي ته په اشارې وويل، چې افغان حکومت د صلحې په برخه کښې د پام وړ هڅې کړې او پر وینا یې افغانان اوس په دې پوهېږي چې د صلحې اصلي خنډ څوک دي.نوموړي زیاته کړه، طالبان باید په دې پوه شي ،چې افغانستان اوس بدل شوے دے او یاده ډله په هېڅ ځاے کښې حاکمیت نه لري، حاکمیت خلقو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په معنا دے.ده د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې ،چې طالبان په داسې حال کښې د افغانستان پر نیمایی خاوره د حاکمیت ادعا لري، چې خلک یې په زور او ظلم یرغمل نیولي دي.
ټیګونه