اشرف غني د امریکایی ترهه ګرو عسکرو له قوماندان سره وکتل
افغان ولسمشر غني داسې مهال له سکاټ مېلر سره غږېدلی چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوه او له نږددې شل کاله وروسته امریکايي ترهه گر پوځیان له دې اډې ووتل.
د ایرنا له راپور سره سم د افغانستان د د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو او همکاریو د دوام په ځانګړي ډول د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په نوي څپرکي او همدارنګه د افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې وشوې.
افغان ولسمشر غني داسې مهال له سکاټ مېلر سره غږېدلی چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوه او له نږددې شل کاله وروسته امریکايي ترهه گر پوځیان له دې اډې ووتل.
امریکا په ۲۰۰۱ کال کی له ترهه ګرۍ سره د مبارزرې په پلمه افغانستان ونیوه خو نه یوازې په دغه هیواد کی تاوتریخوالی او ترهه ګرۍ کمه نشوه بلکې د ترهه ګرو ډلو لمن داعش ته هم ورسیده او د افغانستان امنیت او ثبات یې په خطر کې واچوه .