د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرنی سیاست د کمیسیون مشر:
ایران د افغانستان د ولس له ګټو دفاع کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون مشر د افغانستان د پارلمان د فرهنګي کمیسیون له مشر سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چي ایران د افغان ولس له ګټو څخه دفاع کوي.
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون مشر وحید جلال زاده تېره ورځ د افغانستان د پارلمان د فرهنګي کمیسیون له مشر امیر ګل شاهین سره په لیدنه کې وویل: ایران لکه څرنګه چي د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل د افغان ولس له ګټو دفاع کوي او د دایمی ثبات او سولي د راتلو په لړ کې د دې هیواد د خلګو تر څنګ دریږي.
جلال زاده زیاته کړه: ایران او افغانستان د فرهنګي، مذهبی، تاریخي او ژبنیزو مشترکاتو برخور دي او له دغو اشتراکاتو څخه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په لړ کې هرکلی کوي.
هغه په ایران کې د افغان کډوالو د پام وړ شمېر ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران د خپلو امکاناتو په کچه د افغانانو لپاره یې د برابر ژوند سهولت رامینځ ته کړی دی او افغانان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې سبقونه وایي.
جلال زاده په دوام کې د ایران په اصولي سیاست، یعني له بهرنیو لاسوهنو پرته په بین الافغانی مذاکراتو ټینګار وکړ او په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتون د ناامنیو ستر لامل وباله.
د افغانستان د پارلمان د فرهنګي کمیسیون مشر امیر ګل شاهین د افغان حکومت او د افغانستان له خلګو څخه د اسلامي انقلاب د رهبر او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په قدرونې سره زیاته کړه: په سختو شرایطو کې د ایران مرستې به هیڅکله له یاده نه وباسو.