د افغانستان په مزار شریف کې د هیوادونو د کنسولګریو بندېدا
Jul 04, 2021 09:56 Asia/Kabul
د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د اتو هیوادونو کنسولګرۍ بندي شوي دي.
د طلوع نیوز له راپور سره سم، د بلخ والی محمد فرهاد عظیمي رسنیو ته وویل چي یادي کنسولګرۍ د خپلو سفیرانو سره د سلامشورو لپاره کابل ته تللي دي.
په مزاره کې د سیاحتي شرکتونو مسئول سید کاظم وویل: ځینې هیوادونه منجمله قزاقستان، ترکیه او پاکستان د امنیتي اندېښنو د امله یې خپلي کنسولګړۍ بندي کړي دي.
دا په داسي حال کې دی چي د ناامنیو مخکې په بلخ کې د ایران په کنسولګرۍ کې د ورځې ۲۰۰ ویزې صادرېدلې.
ټیګونه