د افغانستان په مزار شریف کې د هیوادونو د کنسولګریو بندېدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102558-د_افغانستان_په_مزار_شریف_کې_د_هیوادونو_د_کنسولګریو_بندېدا
د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د اتو هیوادونو کنسولګرۍ بندي شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2021 09:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان په مزار شریف کې د هیوادونو د کنسولګریو بندېدا

د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د اتو هیوادونو کنسولګرۍ بندي شوي دي.

د طلوع نیوز له راپور سره سم، د بلخ والی محمد فرهاد عظیمي رسنیو ته وویل چي یادي کنسولګرۍ د خپلو سفیرانو سره د سلامشورو لپاره کابل ته تللي دي.

په مزاره کې د سیاحتي شرکتونو مسئول سید کاظم وویل: ځینې هیوادونه منجمله قزاقستان، ترکیه او پاکستان د امنیتي اندېښنو د امله یې خپلي کنسولګړۍ بندي کړي دي.

دا په داسي حال کې دی چي د ناامنیو مخکې په بلخ کې د ایران په کنسولګرۍ کې د ورځې ۲۰۰ ویزې صادرېدلې.